Skip to content
Hadith TranslationsHadith translations · ترجمة الأحاديث
Hadith · 3421 · پښتوSource ↗

د الله تعالی دا قول (وَقَالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلا سُوَاعًا وَلا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا) او ويې ویل (خپلو خلکو ته): تاسو خپل معبودان مه پرېږدئ او تاسو مه پرېږدئ (عبادت د) وَد، او نه (د) سُواع او نه (د) یغوث او یعوق اونسر. ابن عباس - رضي الله عنهما -فرمایلي : دا د نوح له قوم څخه د نیکانو سړیو نومونه دي. - Hadith Translation

ابن عباس - رضي الله عنهما - د الله تعالی د دې قول اړوند : (وَقَالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلا سُوَاعًا وَلا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا) فرمایي: دا د نو ح - علیه السلام - له قوم څخه د نیکانو سړیو نومونه دي، کله چې هغوی وفات شول، شیطان یې قومونو ته په فکر کې وروغورځوله چې خپلو مجلسونو او د ناستې په ځایونو کې بتان نصب کړئ او د دوی په نومونو یې ونوموئ، نو دوی دا کار وکړ، خو عبادت یې ونه شو، تر دې چې هغوی مړ شول، علم له منځه لاړه او د - همغو - بتانو عبادت وشو.
Narrated by
بخاري روايت کړی دی
Grade
صحيح

في قول الله تعالى : (وَقَالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلا سُوَاعًا وَلا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا) قال ابن عباس رضي الله عنهما : هذه أسماء رجال صالحين من قوم نوح

عن ابن عباس رضي الله عنهما في قول الله تعالى : (وَقَالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلا سُوَاعًا وَلا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا) قال: "هذه أسماء رجال صالحين من قوم نوح، فلما هَلَكوا أَوحى الشَّيطان إلى قَومِهِم أنِ انْصِبُوا إلى مَجَالِسِهِم الَّتي كانوا يَجْلِسون فيها أنصَابًا، وسَمُّوها بأسمَائِهِم، فَفَعَلُوا، ولم تُعْبَد، حتَّى إِذَا هَلَك أُولئك ونُسِيَ العلم عُبِدت".

رواه البخاري · صحيح

النص العربي والتخريج وجميع الترجمات

Other languages